د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تاجکستان پر وړاندې له ځواکمنې بریا او ایران سره د لوبې له مساوي پای ته رسېدو وروسته نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې د مراکش له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې د تاجکستان ملي لوبډلې ته نهه پر پنځه ماته ورکړه او دویمه لوبه د ایران پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده. نن افغان لوبډله خپله درېیمه لوبه له مراکش سره ترسره کوي.
د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري. په لومړۍ ډله کې د سعودي عربستان ( کوربه)، اوزبېکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دویم ګروپ کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.
Views: 5