د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هانګکانګ شلاوریزو سیالیو په لړ کې له نیپال وروسته سوېلي افریقا ته د ۴۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله دویمه پرلهپسې بریا خپله کړه.
افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د نیپال پر وړاندې بریا خپله کړې وه.
افغان لوبډلې په لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف ټاکلی و چې په بریالیتوب یې ترې دفاع وکړه.
ملي لوبډلې په یادو سیالیو له نیپال وروسته سوېلي افریقا ته د ۴۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپله دویمه پرلهپسې بریا خپله کړه.
د افغان لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د هانګکانک شپږاوریزو سیالیو په ترڅ کې د سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپوهنه وکړه او په ۱۲ توپونو یې د ۵شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ ۵۰ منډې جوړې کړې چې پر مټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
Views: 5