د ملګرو ملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی او د بازار له شاخصونو سره د کوکنارو د کښت دغه چټک کموالی څرګندوي چې په سیمه کې د تریاکو تولید او قاچاق له سترو بدلونونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبازې دفتر د هغې سروې له مخې چې ترسره کړې یې ده، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو تر کښت لاندې اټکل شوې ټوله سیمه ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره وه چې د ۲۰۲۴ کال (دوولس زره او ۸۰۰ هکټاره) په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کښت بندیز د فرمان له صادرېدو مخکې په ټول افغانستان کې ۲۳۲ زره هکټار ځمکه د کوکنارو تر پوښښ لاندې وه.

سرچینه زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د تریاکو تولید هم کم شوی چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله په ۳۲ سلنه ټیټوالي سره شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته رسېږي.

په راپور کې راغلي چې د کوکنارو د پلور له درکه د کروندګرو عاید ۴۶ سلنه کم شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې یادو کروندګرو د کوکنارو د پلور له لارې ۲۶۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵کې دغه رقم ۱۳۴ میلیون ډالرو ته راکم شوی دی.

د طالبانو رهبري د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په ۱۴مه په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه‌يي توکو پلور او قاچاق منع کړ.

دغه‌راز، په یاد فرمان کې راغلي چې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو لکه شراب، هیرویین، ښیښه، ټابلیټ کا، چرس او نورو نشه‌يي توکو او د هغو د تولید فابریکو کارول، لېږد، خرڅلاو، سوداګري، واردات او صادرات منع دي او که چا د دغه فرمان له احکامو سرغړونه وکړه، د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته به وروپېژندل او له سختې سزا سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر زیاتوي چې د نشه‌يي توکو د منعې فرمان له اعلان وروسته، ګڼ شمېر کروندګرو د حبوباتو او نورو کرنیزو محصولاتو کښت ته مخه کړې، خو د اوبو او هوا د وضعیت خرابېدو لکه وچکالۍ او د بارانونو د کمښت له امله څه باندې ۴۰ سلنه کرنیزې ځمکې شاړې شوې دي.

یاد دفتر لیکي، ورته مهال له ګاونډیو هېوادونو د شاوخوا څلور میلیون افغانانو بېرته راستنېدل چې د هېواد لس سلنه وګړي جوړوي، د شته محدودو سرچینو او د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې د خلکو ترمنځ سیالۍ ته زور ورکړی او د دغو ټولو لاملونو ترڅنګ د بشري مرستو د کمښت له امله د کوکنارو بیا کښت ته د خلکو لېوالتیا ډېروي.

د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر مشر اولیور سټولېپ ویلي: «د ناقانونه محصولاتو کښت بندېدو پر لور د افغانستان مزل د نړۍوالې همکارۍ په ګډون همغږې او باثباته پانګونې ته اړتیا لري. دغه امر د بدیلو عایداتي کارونو له لارې د کروندګرو پر پیاوړتیا، د غیرقانوني کرنیزو محصولاتو ختمولو او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي، په داسې حال کې چې په دې برخه کې د پیاوړې وقایې او درملنې له لارې د نشه‌یي توکو د اړتیا کمولو هڅه هم کارنده ده.»

د سرچینې د معلومات له مخې، ۲۰۲۵ کال کې د وچو تریاکو بیه ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راټیته شوې چې دا د ۲۰۲۴ کال د ۷۸۰ ډالرو په پرتله ۲۷ سلنه کموالی ښیي خو ارزښت یې اوس د کوکنارو پر کښت له بندیز مخکې د معمولي نرخ په پرتله ۵ ځله ډېر دی.

سرچینه لیکي، د کوکنارو بیې او تولید کې کموالی د مارکېټ د بهیرونو پر بدلېدو دلالت کوي او په نورو هېوادونو کې د تریاکو د تولید د نښو ښکارندویي کوي، د کوکنارو کرکیلې، بیې او ضبط اړوند معلومات په افغانستان کې دننه او شاوخوا د نشه‌یي توکو په بازار او قاچاق کې د ژورو بدلونونو څرګندونه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستيالې او د يوناما سرپرستې جورجیټ ګانیون ویلي: «د افغانستان د نشه‌یي توکو ننګونه یوازې د دغه هېواد په پولو پورې اړه نه لري. د نشه‌یي توکو د برابرولو، اړتیا او قاچاق اړوند بهیرونو کې دواړه افغان او نړۍوال لوبغاړي شامل دي. د دې ننګونې حل د کلیدي اړخونو ګډ کار ته اړتیا لري. د دوحې پروسې په چوکاټ کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډله د ګډو حل‌لارو رامنځته کولو لپاره ډېره مهمه ده او دغه پروسه د واکمنو چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل یو مهم پلټفورم دی.»

پر نشه‌یي توکو له بندیز وروسته د ترکیبي نشه‌یي توکو تولید او قاچاق په ځانګړې توګه میتامفیتامین د ډېرېدو په حال کې دي او د ۲۰۲۳ کال د وروستیو درېیو میاشتو په پرتله، د ترکیبي نشه‌یي توکو ضبط په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د ۲۰۲۴ تر پایه ۵۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د کرنیزو محصولاتو له لارې د تریاکو د تولید په کمېدو سره ترکیبي مواد اوس د جرمونو د سازمان‌ شوو ډلو لپاره د یوه نوي سوداګریز فرصت په توګه راڅرګند شوي؛ ځکه تولید یې نسبتاً اسانه دی، کشف یې سخت دی او د اقلیمي بدلونونو اغېز پرې لږ دی.

له همدې امله، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر لیکلي چې د نشه‌يي توکو پر ضد ستراتیژي باید یوازې پر تریاکو متمرکزه نه وي، بلکې ترکیبي مواد هم باید د څارنې، ضبط، تحلیل او د تقاضا د کمولو په چارو کې شامل شي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د دفتر د دغه راپور په اړه څه نه ‌دي ویلي.

Views: 1

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi