تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۴زره ۹۱۱ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰۰ افغان کورنۍ چې ۱۴۹۱۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند د بهرامچې او تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، تېره ورځ ۳۰۰۵ کورنۍ چې ۲۰۷۴۲ کسان کېږي خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۳۴۴۶ سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۲۵۷۷ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۱۶ زره ۲۴۳ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 14