چین، بحرین، قطر، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او جي۷ سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله پر رامنځته شوې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او د زیانمنو د ملاتړ او مرستې لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
وړمه شپه شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه ۶،۳ زلزله وشوه چې مرکز یې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې و او کابل، سمنګان، سرپل او کندوز ولایتونه یې هم ولړزول.
د سیمهییزو سرچینو د راپورونو پر بنسټ، په بلخ او سمنګان لایتونو کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، شاوخوا ۷۰۰ نور ټپیان او دغهراز سلګونه استوګنیز کورونه بشپړ یا یو څه ویجاړ شوي دي.
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو سازمان (جي۷) پر خپله اېکسپاڼه د افغانستان شمال کې پر وروستۍ زلزلې خواشیني ښودلې او له زیانمن شوو کورنیو سره یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
هغوی زیاته کړې، وضعیت لا پسې ستونزمن دی؛ ځکه چې افغانان د سخت ژمي له سړې هوا سره مخ دي او خلکو ته باید مرستې ورسېږي.
دغهراز، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پر خپله اېکسپانه لیکي: «په زلزلهځپلو سيمو کې له ميندوارو او شيدې ورکوونکو میندو سره د مرستې لپاره یې ګرځنده روغتيايي ټيمونه سيمې ته استولي، څو اړو کسانو ته روغتيايي کېټونه ووېشي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد هم د هېواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او پر خپله اېکسپاڼه یې لیکلي چې ملګري ملتونه او د هغوی شریکان له سیمهییزو چارواکو سره ګډ کار کوي څو اغېزمنو او زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
په کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ هم په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله خپله «ژوره خواشیني» څرګنده کړې او پر خپله اېکسپاڼه یې لیکلي: «چین به په دې ستونزمن وخت کې له افغانستان سره کلک ملاتړ ته دوام ورکړي او د اړتیا مطابق مرسته به وکړي.»
د بحرين بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د وړمې شپې زلزلې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي او د ټپيانو د ژر روغتيا هيله يې څرګنده کړې ده.
د قطر بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې قطر له افغانستان سره د خپل پیوستون پر ژمنتیا ټینګار کوي.
تر دې وړاندې جاپان، ایران، پاکستان، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځینو نورو بنسټونو او هېوادونو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وړمې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې وه او د دې پېښې له امله د زیانمن شوو د ملاتړ او مرستې لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی و.
Views: 1