د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د تېرې شپې زلزلې له امله د اوزبېکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا شبکې زیان لیدلی او د کابل په ګډون پر څو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، تېره شپه ۱:۰۰ بجه له زلزلې وروسته، د اوزبېکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو ځایونو کې له نايباباد څخه تر سمنګان او له خُلم څخه تر پلخمري پورې پرې شوي چې له امله یې د کابل ترڅنګ بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدانوردګ له برېښنا بېبرخې شوي دي.
سرچینې لیکلي، د تاجکستان وارداتي برېښنا مزی هم پرې شوی چې له امله يې هغه ولايتونه چې برېښنا يې له تاجکستانه تأمينېږي، له برېښنا بېبرخې شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي د اوزبېکستان ۲۲۰ کيلوولټ وارداتي برېښنا د بېرته نښلولو په موخه لاس په کار شوي دي.
یاده زلزله د ريښتر په کچه ۶،۳ درجې وه چې تېره شپه ۱:۰۰ بجه وشوه او د سمنګان او بلخ ولایتونو په ګډون یې کابل، بغلان، سرپل او کندوز ولایتونه ولړزول.
د زلزلې مرکز د بلخ په خلم ولسوالي کې و.
د ځايي سرچینو په وینا، دې زلزلې ډېره مرګژوبله او زیانونه په سمنګان او بلخ ولایتونو کې اړولي د مرستې ټیمونه د ځايي خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، سمنګان کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه ۲۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۳۲۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
Views: 6