د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د زمبابوې پر وړاندې یې د درېیو شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ کې دوه لوبې ګټلې، نن درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.
دا لوبه به نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې د زمبابوې په هراري ښار کې پیل شي.
افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې زمبابوې ته د ۲۴ منډو او په دویمه لوبه کې په ۷ ويکټو ماتې ورکړې ده.
کرکټ بورډ وایي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره د درېیمې لوبې ترسره کولو لپاره د چمتووالي په موخه پرون تمرینات ترسره کړل.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې له دې مخکې د زمبابوې پر وړاندې ټیسټلوبه بایللې وه.
Views: 7