د امریکا ولسمشر د قطر له امیر سره تر خبرو وروسته ويلي، چې ډېر ژر به غزې ته “نړۍوال سوله ساتي ځواکونه” واستول شي.
ډونلډ ټرمپ ماليز ته پر سفر روان و چې الوتکه یې پلازمېنه دوحه کې د تېلو لپاره کېناسته او په همدې مهال د قطر امير تمیم بن حمد ال ثاني او د بهرنیو چارو وزير یې په الوتکه کې له هغه سره وکتل.
سرچینه زیاتوي چې ټرامپ له تمیم بن حمد ال ثاني سره تر خبرو وروسته ويلي، چې ډېر ژر به غزې ته نړۍوال سوله ساتی ځواک واستول شي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم ويلي، چې امریکا او منځګړي په غزه کې د امنيت ډاډمنولو لپاره د سوله ساتي ځواک پر جوړولو کار کوي.
د رايورونو له مخې، ټرمپ او ټيم یې په دې وروستيو کې د غزې سولې پلان لپاره کار کوي او ویلي یې دي چې د غزې اوربند به دوام وکړي.
خو لا هم د ټرمپ د سولې پلان د راتلونکي پړاو او د اسرائیلو او حماس د پرېکړې په اړه جرئیات نه دي په ډاګه شوي
Views: 6