د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند، ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د غزني قره باغ ولسوالي اړوند د کابل کندهار په لویه لار عسکر کوټ سیمه کې یو هایلکس او مازدا موټر تر منځ ټکر شوی دی.
هغه وویل چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
ده وویل، په یاد مازدا موټر کي د راستېدونکو کډوالو کډه وه چي له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د کندوز ولايت ته په لار وو.
Views: 8