په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې افغانستان کې بشري ناورین لا هم په نړۍ کې یو له سختو ناورینونو دی؛ د دغه هېواد دوه پر درې برخه وکړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د مالي مرستو کمښت، بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې او د حیاتي مرستو د دوام برخو کې ستونزې او ننګونې رامنځته کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د ملګرو ملتونو د تأسیس د ۸۰مې کالیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې د سولې، امنیت، بشري حقونو، عدالت او دوامداره پرمختګ لپاره پر خپله ژمنه ټینګار کړی او له نړۍوالي ټولنې یې غوښتي د افغانستان له خلکو ملاتړ بیا تازه کړي.
په اعلامیه کې راغلي: «دا کالیزه یو فرصت دی څو په افغانستان او ټولنه نړۍ کې د پرمختګ او د خلکو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د هڅو په اړه فکر وکړو او د پیوستون، همکارۍ، ګډو هڅو او د ټولو خلکو د کرامت او برابرۍ د اصل رعایتولو برخو کې خپله ژمنه بیا تازه کړو.»
یوناما وايي چې ملګري ملتونه له لسیزو راهیسې د پرمختګ او سختیو په دواړو حالتونو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د سولهییزو هڅو، د بنسټونو د پیاوړتیا، د بشري مرستو چمتو کولو او بشري حقونو د ترویج ملاتړ یې کړی او د افغانانو لپاره یو ثابت ملګری پاتې شوی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ملګرو ملتونو ادارو، وجهی صندوقونو او پروګرامونو له ملیونونو افغانانو سره د زدهکړو، روغتیايي خدماتو، پاکو اوبو او معیشت برابرولو برخو کې مرسته کړې ده. ملګرو ملتونو د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ساتنه او دفاع، د اصولي خبرو اترو او د هېواد د بیارغونې د ملاتړ برخو کې مهم رول لوبولی دی.
دغه بنسټ ویلي: «افغانستان نن له سختو ستونزو سره مخ دی. په افغانستان کې بشري ناورین لاهم په نړۍ کې یو له سختو ناورینونو دی چې د هېواد شاوخوا دوه پر دری برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د مالي مرستو کمښت، د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د حیاتي مرستو د دوام وړتیا ګواښي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر وايي چې افغانستان د میلیونونو راستنېدونکو له امله له سخت فشار سره مخ دی، په داسې حال کې چې اقلیمي بدلون د خلکو زیانمنتیا لا ډېروي، وچکالۍ، سېلابونه او د چاپیریال تخریب د خلکو د خوړو پر خوندیتوب او معیشت منفي اغېز کوي.
په افغانستان کې د یوناما سیاسي مرستیالې جورجیټ ګانیون ویلي: «د ملګرو ملتونو ۸۰مه کالیزه موږ ته د همکارۍ، ګډ کار او ډلهییزو اقداماتو اړتیا رایادوي. په افغانستان کې د ثبات او دوامداره پرمختګ مزل په یوازې سر نه کېږي.»
هغې زیاته کړې: «سیمهییزه همکارۍ، نړۍوال تعامل او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لپاره ګډه ژمنه اړین موارد دي، ملګري ملتونه د یو حیاتي بستر په توګه پاتې شوی دی چې هېوادونه د ګډو ستونز د حل لپاره سره راټولوي او د افغانانو د هېلو د ملاتړ کوي.»
د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري ورته د ورکړل شوې ماموریت پر بنسټ، یوناما له ټولو ښکېلو اړخونو سره د ټولشموله حکومتولۍ، د بشري حقونو ساتنې او د افغانستان د خلکو لپاره د نړۍوال ملاتړ زیاتولو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مرستیال اندریکا راتواته ویلي: «د ملګرو ملتونو د ورځې په را نږدې کېدو، موږ د افغانانو د زغم او د بشردوستانه او پرمختیایي چارو د کارمندانو د سرښندنو ستاینه کوو.»
هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې خپل ملاتړ او پیوستون بیا تازه کړي، ملګري ملتونه به نن، سبا او راتلونکي کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
Views: 1