د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته وبایله.
د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو ترمنځ نن د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن له سریلانکا سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه چې ۳ پر ۲ یې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.
د یادونې ده، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا د مالدیف له لوبډلې سره ترسره کړي.
Views: 1