د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې نومبر میاشت کې د هند د ۱۹ کلنو له «الف» او «ب» لوبډلو سره د یو ورځنیو سیالیو درېاړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په راتلونکې نومبر میاشت کې د هند د ۱۹ کلنو د الف او ب لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو دغه لړۍ به د نومبر په ۱۷مه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۳۰مې به د هند په کوربهتوب دوام ومومي.
سرچینې لیکلي چې افغان لوبډله به په دې لوبلړۍ کې په ټوله کې څلور لوبې د هند د الف او ب لوبډلو پر وړاندې ترسره کړي.
کرکټ بورډ ویلي، د مهالوېش له مخې په دې درې اړخیزې لوبلړۍ کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۹مه د هند د ۱۹ کلنو له ب لوبډلې سره، دویمه لوبه به د نومبر په ۲۱مه د دغه هېواد د ۱۹ کلنو له الف لوبډلې سره ترسره کړي.
دغهراز، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د نومبر په ۲۵مه د هند د ۱۹ کلنو له ب لوبډلې سره او څلورمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۷مه د هند د ۱۹ کلنو له الف لوبډلې سره ترسره کړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دغو سیالیو پایلوبه به د نومبر په ۳۰مه د دوو ډېرو امتیاز او نومرو لرونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ۱۹ کلنه لوبډله به نن د اکټوبر په ۲۰مه د بنګلهدېش لوبډلې پر وړاندې د پنځو سیالیو ترسره کولو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي چې یادې لوبې به د همدې میاشتې په ۲۸مه پیل او د نومبر تر نهمې پورې به دوام ولري.
Views: 5