د راپورونو له مخې، په غزه کې د اوربند له اعلانېدو راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې ۹۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.
الجزیزې په یوه راپور کې د غزې د رسنیو د دفتر له قوله لیکلي چې په غزه کې د اکټوبر له لسمې د اوربند له پیله راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۷فلسطینیان وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي چې اسرائیلو د اوربند تړون ۸۰ ځلې مات کړی دی.
په راپور کې راغلي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په شمال کې د العوده روغتون ته لږ تر لږه ۲۴ جسدونه او ۷۴ ټپیان وروړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د غزې پر وړاندې د اسرائیلو جګړه کې له ۶۷ زرو ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۹ زره او ۶۷۹نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په مصر کې غیرمستقیم مذاکرات په غزه کې د سولې لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي ۲۰ مادهییز پلان د لومړۍ پړاو پر سر د هوکړې لامل شوي چې پهکې له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل او د بندیانو تبادله شامل دي.
Views: 1