د برازیل پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمالختیځ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د رویټرز اژانس راپور له مخې، د برازیل فدرال پولیسو ویلي چې یاده پېښه د دغه هېواد په شمالختیځ کې پرنامبوکو ایالت کې شوې ده.
د پولیسو په وینا، یاده پېښه د شپې مهال له سړک څخه د موټر د وتلو له امله شوې ده.
د هغه لړلیک له مخې چې پولیسو ترلاسه کړی، ۳۰ مسافر په بس کې سپاره وو او تراوسه د ۱۱ ښځو او څلور نارینهوو په ګډون د ۱۵ کسانو مړینه تایید شوې ده.
د ټپیانو شمېر تراوسه نه دی څرګند؛ خو موټرچلوونکی په جزيي ډول ټپي شوی دی.
Views: 6