د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ یو شمېر ملي لوبغاړو د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کرکټ پر لوبغاړو او‎ نورو ملکي وګړو د پاکستان د پوځي رژیم هوایي برید پر سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي: «د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت له امله ژوره خواشیني څرګندوو چې له یوې دوستانه لوبې وروسته تېر ماښام د پاکستاني رژیم د یوه ناځوانمردانه برید ښکار شوي دي.»

په اعلامیه کې راغلي، په دې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت‌الله او هارون په نومونو د درېیو لوبغاړو په ګډون اته کسان شهیدان شوي او اووه نور هېوادوال ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو سرچینو په یاد برید کې د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه ښودلې ده.

کرکټ بورډ لیکلي، دغه لوبغاړي تېره ورځ ماسپښین په یوه سیمه‌ییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا مرکز ښرنې ته تللي وو او له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه او هلته د دمې لپاره په یوځای کې راټول شوي وو چې د یاد برید ښکار شول.

سرچینه کاږي، د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه دا پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بولي او د شهیدانو له کورنیو او د پکتیکا له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان کرکټ بورډ د دغه برید په غبرګون کې او د قربانیانو د درناوي په موخه د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل‌اوریزې سیالۍ چې ټاکل شوې وه د نومبر په وروستیو کې ترسره شي، لغوه او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم دغه برید ته غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي راشدخان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له امله چې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې په افغانستان کې رامنځته شوې، خپه یم. دا یوه غمیزه ده چې د ښځو، ماشومانو او هغو ځوانو کرېکټرانو ژوند یې واخیست چې د هېواد د استازولۍ خوبونه یې لیدل.»

هغه لیکلي، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل‌اوریزې سیالۍ د لغوه کېدو په اړه د کرکټ بورډ د پرېکړې هرکلی کوي او زیاته کړې یې ده چې ملي حیثیت او عزت باید تر هر څه لومړی وي.

راشدخان زیاته کړې: «پر ملکي تاسیساتو برید کول په بشپړ ډول غیراخلاقي او وحشیانه کار دی؛ دا ناعادلانه او ناقانونه کړنې له بشري حقونو جدي سرغړونه ده او هيڅکله باید له پامه ونه غورځول شي.»

د یادې لوبډلې بل غړي محمدنبي هم لیکلي: «د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت خبر راته خورا دردوونکی و چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې وروسته د پاکستاني پوځي رژیم د بې‌رحمانه برید ښکار شول. دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی، موږ به د دوی یاد او قرباني هيڅکله هېر نه کړو.»

بل لوبغاړي حشمت‌الله شاهدي هم لیکلي: «په ژوره خواشینۍ او د زړه له درده مې واورېدل چې د پکتیکا ولایت په ارګون سیمه کې د پاکستان رژیم په ظالمانه بمبار کې د افغانستان د کورني کرکټ درې تکړه او هیله‌من لوبغاړي شهیدان شوي. دا نه یوازې د هغوی د کورنیو لپاره، بلکې د ټول ملت او د سپورټ د کورنۍ لپاره د لوی غم ورځ ده. دوی د سولې، ویاړ او د وطن د رڼا استازي وو، د توپ او بېټ له لارې یې د وطن نوم روښانه ساته خو د جبر تیارو پرې د تل لپاره تور سیوری واچاوه.»

دغه راز، د ملي لوبډلې بل لوبغاړي ګلبدین نایب هم لیکلي: «په ژوره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ پر بې‌ګناه ولسونو د پاکستان د پوځي رژیم له خوا خونړی او بزدلانه برید ترسره شوی چې په نتیجه کې یې د کرکټ زلمیان او یو شمېر نور بې‌ګناه وطنوال شهیدان شوي دي. دا برید نه یوازې له انسانیت او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ، عزت او ملي غرور پر وړاندې یو ښکاره تجاوز هم دی، د پاکستان د پوځ دا ډول وحشیانه کړنې هيڅکله د افغان ملت اراده نه شي کمزورې کولای، بلکې زموږ د زړورو زلمیانو د وطن‌پالنې روحیه لا پیاوړې کوي.»

Views: 6

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi