د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لا هم نهدی ختم شوی، خو د ۴۸ ساعته اوربند موده د نامعلوم وخت لپاره وغځول شوه.
د رویټرز د راپور له مخې، څلور بېلابېلې سرچینې تأییدوي چې دواړو لورو د جګړې د بیا پیل د مخنیوي په هدف د اوربند پر دوام سلا کړې، خو د غځېدو دقیق وخت او جزئیات لا نهدي څرګند شوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند وړمه ورځ (چهارشنبه) د کابل په وخت د ماښام له پنځه نیمو بجو پیل شو او نن ماښام پنځه نیمې بجې یې وروستی مهلت و.
تر دې مخکې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شفقت علي خان چې دا هیواد له افغانستان سره په کرښه کې د روان کړکېچ د سوله ییز حل په هدف په رغنده خبرو بوخت دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند له پای ته رسېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کومې تازه نښتې راپور نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بيبيسي ته ویلي: “اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] هېڅکله هم په چا باندې لومړی برید نه دی کړی او نه هم د جګړې غوښتونکی و. ولې که په موږ جګړه کېږي او زموږ حریم ته درناوی نه کېږي، بیا موږ ځان ته د دفاع حق محفوظ ګڼو.”
نوموړی وایي “البته دا بیا تصریح کوو چې که چېرې زموږ پر ځواکونو باندې څوک برید ورکړي، بیا موږ لپاره د دفاع حق شته”.
هممهاله د ځینو پاکستاني رسنیو لخوا هم داسې رپوټونه خپاره شوي، چې د دواړو خواو ترمنځ دوحه کې د پلان شویو خبرو تر پای پورې د اوربند پر غځېدو هوکړه شوې ده.
د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړه کړې، چې د کړکېچ کمولو او هواري په موخه د قطر په منځګړیتوب دوحه کې خبرې اترې وکړي خو تر اوسه د دغو مذاکراتو د ترسره کېدو د وخت او څرنګوالي دقیق جزییات نشته.
په ځینو راپورنو کې ویل شوي چې د پاکستان یو جګپوړی پلاوی دوحې ته رسېدلی او د طالبانو حکومت استازي به هم ژر ورشي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې قطر کې به له پاکستان سره د خبرو لپاره د افغان پلاوي مشري دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد کوي.
Views: 14