یوه باوري سرچینه وایي چې د سپینبولدک – چمن دروازه د پاکستان له لوري د افغان کډوالو پر مخ په موقت ډول پرانیستل شوې ده.
له تېرې اونۍ راهیسې پر ډيورنډ فرضي کرښه د جګړې له امله د سپینبولدک دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
نن یوې باوري سرچينې پژواک ته وویل چې نن سهار د پاکستان له لوري دغه دروازه په موقت ډول د راستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، خو لا هم سوداګریزو توکو او عامو خلکو ته پر دې دروازه د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
له دې مخکې د سپینبولدک د اطلاعاتو مدیر حافظ عليمحمد حقمل پژواک ته ویلي وو چې افغان لوري هيڅکله دروازه نه ده تړلې، خو پاکستانی لوری تل د دروازې بندولو لپاره پلمې لټوي.
Views: 1