د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوي اوربند هرکلی کړی او غوښتي یې دي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پام وشي.
یوناما پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ملکیانو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه یې کره راپورونه ترلاسه کړي او د دواړو لورو ترمنځ د اوربند له اعلانه هرکلی کوي.
سرچینې لیکلي، تر اوسه افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو لوړ ارقام د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې ثبت شوي. یوناما اوس هم د وژل شوو او ټپیانو کره شمېرې ارزوي؛ خو اوسني معلومات ښيي چې په سپینبولدک کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي شهیدان او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یوناما دغهراز په پکتیکا، پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو کې د لومړنیو سرحدي نښتو په پایله کې د یوه کس وژل کېدو او ۱۵ ټپي کېدو راپور ترلاسه کړی دی.
یوناما له ټولو اړخونو غوښتي چې شخړو ته د پای ټکی کېږدي څو ملکي وګړي خوندي وي، د لا ډېرو ځاني تلفاتو مخه ونیول شي او دواړه خواوې باید د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوي لپاره د توپیر، تناسب او احتیاط اساسي اصول مراعات کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پرون ماښام خبر ورکړ چې د پاکستاني لوري د غوښتنې او ټینګار له مخې، نن د ماښام له ۵:۳۰ بجو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اوربند وشو خو پرون یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې د اوربند له تړون څخه وروسته پاکستان یو ځل بیا د کابل هوايي حریم نقض کړی او یوه خالي استوګنیزه ودانۍ یې په نښه کړې ده.
له دغه برید وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان شهیدان او ۴۰ نور ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان پرون هم د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې، په پایله کې یې ۲۰ ملکي کسان شهیدان او ۱۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د تېرې اونۍ د پنجشنبې په شپه هم پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په «مرغه بازار» سیمه کې هوايي بریدونه ترسره کړل او د کابل هوايي حریم یې هم نقض کړ.
له دغه برید وروسته د طالبانو ځواکونو په کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو انتقامي بریدونه ترسره کړل.
د طالبانو د ویاند د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو په دغو انتقامي بریدونو کې د پاکستان څه باندې ۲۰ پوستې ونیول شوې، ۵۸ پاکستاني سرتېري ووژل او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.
Views: 5