سرچینې وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو لړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي. ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی له کابله نن یا سبا دوحې ته ولاړ شي څو په دغو خبرو کې ګډون وکړي. دا خبرې د قطر په منځګړتوب ترسره کېږي او پاکستان هم دغو خبرو ته بلل شوی دی.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعتونو اوربند پلي شوی او ویل کېږي چې په دوحې کې به د یاد اوربند د غځېدو په اړه هم بحث وشي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې اسلاماباد د خبرو اترو لپاره چمتو دی.
شهباز شریف ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو نښتو او ترینګلتیا د ختمولو لپاره یې له قطره غوښتي چې د منځګړتوب رول ولوبوي. د هغه په وینا، “قطر له دواړو لورو سره د جدي خبرو لپاره چمتو دی.”
هغه زیاته کړه، “اوس دا خبره د افغان طالبانو په واک کې ده — که دوی د اوربند او خبرو په اړه جدي وي، موږ هم چمتو یو.”
د ۴۸ ساعته اوربند نژدې نیمايي موده تېره شوې ده. شهباز شریف د فدرالي کابینې غونډې ته وویل، “موږ هڅه کوو د افغان حکومت قناعت ترلاسه کړو ترڅو تاوتریخوالی بند شي.”
Views: 103