د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه بنګلهدېش ته ولاړه.
د افغانستان د والیبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون د اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار بنګلهدېش ته ولاړه.
بلخوا، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي چې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په کابل کې دونیمې میاشتنی تمریني کمپ چې دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه نیول شوی و، پرون پای ته ورسېد.
سرچینې لیکلي چې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالۍ د بنګلهدېش په کوربهتوب د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې پورې به دوام ولري.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا د نهو هېوادونو لوبډلې ګډون کوي چې افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۲۲مه له سریلانکا سره ترسره کړي.
.
Views: 5