په کابل کې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېره شپه د فرضي کرښې په اوږدو کې افغان ځواکونو د پاکستان تر شلو پوستې تصرف کړې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.
چارواکي وایي، د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمینه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.
کابل کې د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «هغه غږ چې دوې شپې مخکې په کابل ښار کې اورېدلی شوی و، په اړه یې څېړنې وشوی، پر ځمکه کومه پېښه نه ده شوې، وروسته هغو متخصصینو چې په دې برخه کې یې مهارت درلود، تثبیت کړه چې الوتکې راغلې او په هوا کې یې چاودنې ته ورته غږ خوشی کړ، البته طبعا موخه یې یوازې وېرول وو، او دا خپله د حریم نقض دی.»
تېره شپه د افغانستان ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
ذبیحالله مجاهد وویل چې د تېرې شپې عملیات د افغانستان د اسلامي امارت له خوا پيل شوي وو. دا د ډیورند د ټولې فرضي کرښې په اوږدو کې هغه انتقامي عملیات وو چې د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په ځواب کې ترسره شول.
مجاهد وویل چې د افغاان ځواکونو په دې عملیاتو کې د پاکستان تر شلو زیاتې پوستې تصرف شوې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړه: «تر نهو پورې زموږ مجاهدین هم شهیدان شوي، ۱۶ تر ۱۸ پورې ټپیان لرو او د دوی وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، افغانستان یاد عملیات تېره نیمه شپه د قطر او سعودي عربستان د غوښتو پراساس ودرول.
خو دی وایي چې نن سهار د پاکستان له اړخه په ځینو سیمو کې د افغانستان پر پوستو بیا ډزې شوې او جګړې ته لمن وهل شوې ده.
Views: 9