د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې نوي ډیلي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې یادې مرستې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته سپارل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې: «لکه څرنګه چې اعلان شوی، جي شنکر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې اضافي خوراکي توکي د خپلو روانو بشري مرستو د یوې برخې په توګه زلزلهځپلو ته سپارلي دي.»
د یادونې ده چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر تېره چهارشنبه هند ته سفر وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون (جمعه) د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې وویل چې نوي ډیلي ۲۰ امبولانسونه افغانستان ته ځانګړي کړي او تر اوسه یې پنځه سپارل شوي. هغه دغهراز له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.
Views: 5