د پژواک موندنې ښیي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو په پرتله، د تېلو بیې په نړۍوال مارکېټ کې پنځه سلنه ټیټې شوې، خو په افغانستان کې په داسې حال کې ۲۲ سلنه لوړې شوې چې د افغانۍ بیه هم د ډالر پر وړاندې ۴.۶ سلنه لوړه شوې ده.
د چارو ځیني شنونکي وایي، په افغانستان کې د تېلو بیې ځکه لوړې شوې چې اوس یوازې لوړ کیفیتلرونکي تېل – چې په نړۍوالو مارکېټونو کې یې هم بیه لوړه ده- راواردېږي، د نوي نورم له مخې، د ټیټ کیفیتلرونکو تېلو وارداتو ته اجازه نشته او د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له امله لوی ټېلري موټر هم له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.
د هرات د نفت او ګاز د ټولنې مرستیال هم ورته څرګندونې کوي، خو زیاتوي چې له روسیې د افغان سوداګرو د لوړ کیفیت «پرېمانه» تېل پر لاره دي او په رارسېدو سره به یې په څو ورځو کې بازارونه نورمال شي.
بشپړ راپور:
پژواک خبري اژانس د روان هجري لمریز کال د وږي له لومړۍ نېټې (د روان میلادي کال د مارچ درېیمه) د همدغه کال د تلې تر ۸مې (د سپټمر ۲۹مه) په ډالر د اروپا د یو بېرل برینټ خامو تېلـو بیه، په افغانستان کې په افغانۍ د یو لېتر پټرولو او یو لېتر ډېزلو بیې او دغه راز د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیې پرتله کړې دي.
پژواک، په افغانستان کې د تېلو بیې او د افغانۍ ارزښت له خپلو اونیزو خپرو شوو راپورونو رااخیستي او د تېلو د نړۍوال مارکېټ بیې یې د امریکا متحده ایالتونو د انرژۍ معلوماتو له ادارې (EIA) اخیستې دي.
د بیو جدول:

د تېلو بیې په تېرو شپږو میاشتو کې لوړې او ټیټې شوې دي
د جدول له مخې، د روان میلادي کال د مارچ له ۲۱مې د مې تر دویمې په نړۍوال مارکېت کې بیې ورځ تر بلې رالوېدلې، خو په افغانستان کې د پټرول او ډېزلو د بیو منځنۍ کچې بدلون نه دی موندلی.
د مې میاشتې له نهمې د همدې میاشتې تر ۲۳مې په نړۍوال مارکېټ کې د تېلو بیې یو څه لوړې شوې، خو په افغانستان کې یو څه راټيټې شوې دي.
دغه راز، د جولای له ۱۱مې د سپټمبر تر ۱۲مې بیا په نړۍ وال مارکېټ کې د تېلو بیې تر ډېره مخ په ټيټېدو دي، خو په افغانستان کې ورځ تر بلې لوړې شوې دي. په همدې موده کې په افغانستان کې د پټرول او ډېزلو بیې په منځنۍ کچه څه باندې ۱۶ سلنه لوړې شوې، خو په نړۍوال مارکېټ کې نږدې ۶ سلنه راټیټې شوې دي.
د یادونې ده، د سپټمبر په ۲۶مه په نړۍوال مارکېټ کې بیې لوړې او په ۲۹مه بېرته راټيټې شوي، خو په افغانستان کې په دې موده کې هم مخ په لوړېدو دي.
موندنې ښیي چې د روان کال د وږي له لومړۍ نېټې د چنګاښ تر شپږمې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه له نږدې ۶۹ تر ۷۳ افغانۍ وه، خو له دې وروسته مخ پر لوړېدو ده او د تلې تر اتمې نږدې ۶۷ ته رسېدلې ده.
خو په پورته جدول کې درج شمېرې ښيي چې د روان ۱۴۰۴ کال د پیل په پرتله، د تېلو بیې په نړۍوال مارکېټ کې ۵ سلنه لوېدلې، خو په افغانستان کې په داسې حال کې ۲۲ سلنه لوړې شوې چې د افغانۍ ارزښت هم د ډالر پر وړاندې ۴.۶ سلنه لوړ شوی دي.

Screenshot
«اوس لوړ کیفیت تېل راواردېږي، دا په دنيا هم کې قيمته دي»
د اقتصادي چارو شنونکی او د صنعت او سوداګرۍ خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «واقعیت خبره دا ده چې د تېلو قيمتونه په بازار کې جګ شوي، خو تر کومې اندازې چې د تېلو اتحادیه او د تېلو له مسوولینو موږ پوښتنه کوو، هغوی دا خبره کوي چې هغه تېل چې په افغانستان کې سټنډرډ دي او اجازه لري چې افغانستان ته یې راوړو، هغه نوي تېل دي او په جهان کې هم قيمته شوي یو څه.»
دی زیاتوي: «مهمه خبره دا ده، کوم سټنډرډ چې امارت اسلامي له طرفه تعیین شوی، دا سټنډرډ ډېر ښه سټنډرډ دی او ډېر جګ دی؛ یعنې هغه سوپر، پاک او صحیح تېل دي او دا په دنيا کې هم قيمته دي، د نورو تېلو په تناسب شاوخوا لس روپۍ په لېتر کې قيمته دي؛ په دې خاطر هغې ډېر تاثیر کړی.»
د هغه په وینا، مخکې په افغانستان کې د تېلو بیې ځکه ټیټې وې چې هېواد ته بېکیفیته تېل راوړل کېدل او بیا له نورو پاکو تېلو سره ګډېدل، خو اوس د هغو بېکیفیته تېلو راوړل بند شوي دي.
الکوزی وایي: «اوس نو په دې خاطر باندې چې تنها ۹۲ تېلو ته چې هغه ډېر ښه تېل دي، اجازه شته او نورو ته نشته، یعنې ۹۳ تېل او ۰۵ تېل چې دي، د هغو راوړل کاملاً بند دي، ډېرې ټانکرې ولاړې دي، نو دغه یې لوی علت دی چې په بازار کې تېل قيمته شوي.»
مالیې وزارت تېره ورځ وویل چې د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد له یو شمېر ګمرکونو ۴۲۴ ټانکره واردېدونکي بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځولي دي.
دغهراز د الکوزي په وینا، د سالنګ لویې لارې د بیارغونې کارونه روان دي، له همدې امله له څه مودې راهیسې پر دې لار د لویو ټېلري موټرو تګ راتګ بند دی چې کرایه ورسره لوړه شوې او د تېلو پر بیو یې اثر کړی دی.
د پروان د سالنګ ولسوالۍ د ولسوال قاري محمدعمر فاروق د معلوماتو له مخې، د سالنګ پر لویه لار له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې ځکه لویو ټېلري موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي چې د دې لارې د بیارغونې چارې روانې دي.
د هرات د نفت او ګاز ټولنې مرستیال عبدالودود عزیزي هم د تېلو بیو د لوړوالي په اړه وویل: «دا چې پخوا افغانستان ته تېل راتلل، هغه ډېر کمکیفیته وو، اوس اسلامي امارت یو نوی نورم ټاکلی چې تېل باید صفر دوه او صفر یک ډېزل او ۹۸، ۹۲ او ۹۵ پټرول راوارد شي؛ نو هغه په ایران کې کم دي، فعلاً دومره نشته چې موږ یې راوارد کړو افغانستان ته.»
هغه وایي چې دغه نوی نورم له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې پلی شوی دی.
ده وویل چې روسیه او ترکمنستان دا ډول [لوړ نورم لرونکي] تېل ښه پرېمانه لري، افغان سوداګر تېل راواردوي، دا چې په دې ورځو کې د اوکراين او روسیې ترمنځ جګړه روانه ده او اوکراين په روسيه کې د تېلو کارخونې وېشتلي او بارګيري یې بنده کړې وه، نو له همدې امله په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې او تېل کم شوي دي؛ «که نه انشاءالله بله کومه ستونزه نشته.»
هغه زیاته کړه: «د تېلو بیې ځکه لوړې شوې، کله چې نوی نورم راغی، څو سوداګر له نوي نورم سره ځان عیاروي، نو له همدې امله تېل یو څه لوړ شوي؛ په راتلونکي کې فکر کړم، انشاءالله کوم تشویش به نه وي؛ دولت هم ورته پلان لري او پلان یې دا دی چې دوی پخپله هم په څو ولایتونو کې ټانکونو ته تېل وېشي، دلته په هرات کې یې هم وېشلي، دا مهال هم په جریان کې دي او هم په دې هڅه کې دي چې بیې راټيټې کړي؛ موږ هم کوښښ کوو چې بيې راټيټې کړو او زموږ سوداګر هم پر لاره پرېمانه تېل لري چې له روسیې یې راوارد کړي، په څو ورځو کې به انشاءالله بازارونه نورمال شي.»
ځیني کابل ښاریان د تېلو بیو له لوړېدو سر ټکوي
د کابل ښار د وزیراباد د تېلو پمپ منشي شمسالله وایي، د تېلو بیې ځکې لوړې شوې چې اوس له ایرانه تېل کم راځي او له بلې خوا د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له امله له څه مودې راهیسې پر دې لار لوی ټېلري موټر تګ راتګ نه شي کولای او ورسره کرایې لوړې شوې دي.
شمسالله وویل: «د وړو ټانکرونو د یو ټن تېلو کرایه سل یا ۱۰۵ ډالرو ته رسېدلې، زموږ تر ټولو ډېر مشکلات همدا د لارو له امله دي.» دی وايي، پخوا د یو ټن تېلو کرایه ۳۵ ډالره وه.
هغه پر حکومت غږ وکړ چې د سالنګ لار ژر جوړه او د ټېلري موټرو پر مخ پرانيزي، له نړۍوالو سره دې د تېلو د وارداتو برخه کې تړونونه وکړي او د تېلو د راوړولو لپاره دې بدیلې لارې ولټوي.
کابل ښار کې یو ټکسي چلوونکی انیل هم شکایت کوي وایي، سره له دې چې په نړۍوال بازار کې د تېلو بیې ټيټې دي او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم لوړ شوی، خو دلته د تېلو بيې مخ پر لوړېدو دي.
بل موټرچلوونکی عبدالفغار وايي، د تېلو او ګاز بیې لوړې دي، ټکسيچلوونکي هر څومره چې کار کوي، بېرته یې د تېلو پمپونو ته ورکوي، کار هم ډېر کم دی؛ له حکومته مو غوښتنه دا ده چې پر سوداګرو فشار راوړي.»
دی وايي، که له ایرانه تېل نه راځي، له نورو هېوادونو یې دې راوارد کړي «څو موږ هم له ارزانه تېلو مستفید شو.»
پژواک خبري اژانس په افغانستان کې د تېلو بیو لوړېدو په اړه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره اړیکه ونیوه، خو ویې ویل چې دا موضوع د سټنډرډ ملي ادارې مربوط کېږي خو د سټنډرډ ملي ادارې بیا وویل چې دا موضوع د مالیې وزارت اړوند ده.
د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر وایي، په روان کال کې په تعرفو او محصولاتو کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
هغه وویل، د حکومت د مشرتابه له خوا د نوي منظور شوي نورم له مخې، د ملت د ګټو لپاره د وارداتي تېلو معیار لوړ شوی او هېواد ته د همدغه نورم له مخې له بېلابېلو هېوادونو د تېلو واردات دوام لري.
نوموړي زیاته کړه: «افغانستان کې د تېلو بیو لوړېدل ممکن بېلابېل عوامل ولري، په دې اړه کولای شئ د نفت او ګاز له ریاست او نورو اړوندو ادارو معلومات ترلاسه کړئ.»
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د امارتي شرکتونو اړوند یاد ریاست نظر هم واخلي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وایي چې کابل ښاروالي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د تېلو او نورو لومړنیو توکو نرخنامې خپروي.
بارکزي د تېلو د بیو لوړوالي په اړه وویل: «د نرخنامې په بحث کې یو له اساسي فکټورونو چې ډېر رول لري او د ثبات په حالت کې دي، هغه د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت دی چې په ډېر ښه حالت کې قرار لري؛ خو د هغو ځانګړو تصمیمونو له مخې چې د دولت په کچه نیول شوي، اوس موږ په کابل کې ۸۰ تېل نه لرو، یوازې ۹۲ تېل وجود لري او د ښاروالۍ په نوو نرخنامو کې هم یوازې ۹۲ تېل وجود لري، پخوا چې ۸۰ تېل وو، نو د ۹۰ تېل له ۸۰ نږدې پنځه – شپږ افغانۍ لوړ وو، اوس له دې امله چې د نورم او سټنډرډ ملي اداره ټول چک کوي او د تېلو هغه ټانکر چې [تېل یې لوړ] کیفیت ونه لري، هغه بېرته واپس کوي؛ له همدې امله په کابل ښار کې تېل د نرخنامې مطابق پلورل کېږي، دا مهال په کابل ښار کې ۸۰ تېل وجود نه لري.»
هغه وايي، که په دې اړه څوک شکایت ولري او یا څوک تېل تر ټاکلې نرخنامې په لوړه بیه وپلوري، د مخنیوي په موخه یې دې د کابل ښاروالۍ له ۱۵۵ شمېرې سره اړيکه ونیسي.
Views: 2