د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د درې ورځنۍ ولسي محکمې په دویمه ورځ، د قربانیانو کیسې او د څارنوالانو څرګندونې واورېدل شوې.
دغه محکمه د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د څلورو افغان مدني او حقوقي بنسټونو لهخوا د “ولسي محکمې” په همکارۍ پیل شوې او د لسګونوقاضیانو، څارنوالانو، قربانیانو او د بشري حقونو فعالانو په ګډون د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تړاو مستندسازي او څېړنه کوي.
د غونډې په پیل کې د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر وینا وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان ښځو غږ واوري. نوموړې وویل، دا محکمه کولای شي د ښځو د ځپنې پر ضد د عمل لپاره یوه “ښه پیلامه” وي.
په لومړیو دوو ورځو کې د افغانستان دننه او بهر ګڼو شاهدانو خپلې شاهدۍ وړاندې کړې. د محکمې جوړوونکو ویلي، دا هغه ښځې دي چې د طالبانو تر محدودیتونو او سیستماتیک تاوتریخوالي لاندې یې ژوند کړی.
یوه معلوله شاهده چې په محکمه کې یې ګډون درلود، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د ژغورنې لپاره اقدام وکړي. هغې وویل، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې د ژوند سختې ورځې تېرې کړې — «د سقوط په ورځ مې په دواړو لاسونو ځان کور ته رسولی، ځکه په دواړو پښو معلوله یم.»
د فاطمې په نوم یوې بشري حقونو فعالې وویل، طالبان له پښتنو نجونو د زدهکړې، کار او ټولو حقونو حق اخیستی دی، او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې دا حقونه بېرته ورکړي.
یوه افغان ښوونکې چې د خپلو دوو ماشومانو سره یې بېمحرم سفر کړی و، وویل طالبانو یې موټر درولی، موټرچلوونکی یې وهلی او ترې تعهد اخیستل شوی چې بیا به بېمحرم سفر نه کوي.
له کندهار یوې مېرمنې انلاین ګډون وکړ او ویې ویل چې «په کندهار کې د ښځو لپاره روغتیايي اسانتیاوې نشتون لري. ښځینه ډاکټرانو کموالی د ګڼو مړینو سبب شوی.»
د خوست یوې فلجې ورزشکارې وویل، څو ځله د طالبانو د امر بالمعروف لهخوا درول شوې او دا وضعیت یې پر رواني روغتیا ډېر ناوړه اغېز کړی.
یوې روغتیاپالې وویل، د طالبانو بندیزونه د ډاکټرانو او ناروغانو دواړو لپاره ستونزې جوړې کړې او د ښځینه ناروغانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
د ولسي محکمې څارنوال محب مدثر وویل، د طالبانو بندیزونه ښځې له ټولنې ایستلې او له کار، زدهکړو او اقتصادي ګډون څخه یې محرومې کړې دي. هغه ټینګار وکړ، دا محدودیتونه تر ټولو ډېرې ځوانې نجونې اغېزمنې کړې دي.
د ولسي محکمې بلې څارنوالې اورځلا نعمت په وینا، پر زدهکړو بندیز د نجونو پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کړی او دې په دې اړه ګڼ مستند موارد ثبت کړي دي. نوموړې د طالبانو لس لوړپوړي مشران د “تورنو رهبرانو” په نوم یاد کړل، چې په کې د طالبانو مشر، د کورنیو او دفاع وزیران، عبدالغني برادر، ثاقب، حنفي، عبدالحکیم حقاني، ندیم، حبیبالله اغا او وثیق شامل دي.
د بنفشه یعقوبي په نوم بلې څارنوالې، وویل چې د طالبانو په واکمنۍ کې د معلولینو د حقونو نظام ړنګ شوی او د تعلیم، روغتیا او ټولنیزو خدمتونو جوړښتونه له منځه تللي. هغې وویل: «یوه مور له خوسته ماته وویل، معلوله لور یې روغتون ته نه منل کېده ځکه هېچا اجازه نه لرله چې هغې ته لاس وروړي.»

د محکمې جوړوونکو ویلي، د اورېدنې په پای کې به طالبانو ته هم د دفاع لپاره ۳۰ دقیقې وخت ورکړل شي، خو تراوسه یې هېڅ رسمي ځواب نهدی ترلاسه کړی.
د دغې ولسي محکمې قضایي پلاوی د بېلابېلو هېوادونو له تجربو او مسلکي قاضیانو څخه جوړ شوی دی چې له هسپانیا څخه اراسېلی ګارسیا دل سوتو، الېسنډا کالوت مارتینز او امیلیو رامیرز ماتوس، له افغانستان څخه غزال حارس، له مصر او امریکا څخه مای السداني، له اېټالیا څخه مارینا فورتي، له سوېلي افریقا څخه راشده مانجواو له هندوستان څخه کلپنا شرما د دې محکمې د قاضیانو په توګه برخه لري.
تمه کېږي چې قاضیان به د راتلونکې غونډې په پای کې د وړاندې شویو اسنادو او شواهدو پر بنسټ یو رسمي بیان خپور کړي.
د ولسي محکمې تر اوسه ۵۰ ورته غونډې ترسره کړې دي. د افغانستان په تړاو دا درېیمه غونډه ده — لومړۍ په ۱۹۸۱ کال کې په سټاکهولم او دویمه په ۱۹۸۲ کال کې په پاریس کې شوې وه، چې دواړو د شوروي یرغل موضوع څېړلې وه.
Views: 8