د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس. جی. شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري. دا د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلون وروسته لومړی ځل دی، چې یو لوړپوړی طالب چارواکی په رسمي توګه هند ته سفر کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ويلي چې له امیرخان متقي یې تود هرکلی کړی دی او تمه ده چې دواړه لوري د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو همکاریو او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
که څه هم د لیدنو کتنو د اجنډا په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي، خو د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، متقي به له بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې وروسته د دیوبند دارالعلوم مدرسې او د اګرا تاج محل تاریخي ودانۍ څخه هم لیدنه وکړي.
دغه سفر د هند او طالبانو د اړیکو په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، خو هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په اوسني وخت کې یوازې روسیه هغه هېواد دی چې د طالبانو واکمني یې په رسمي ډول منلې ده.
باوري سرچینې وایي، متقي له یو پنځه کسیز پلاوي سره هند ته تللی چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د متقي ویاند او یو شمېر نور چارواکي شامل دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د متقي رسمي لیدنه د جمعې په ورځ (تلې ۱۹مه) د «حیدر اباد هاوس» په نوم ودانۍ کې ترسره کېږي — هغه ځای چې هندي لوړپوړي چارواکي له بهرنیو مېلمنو سره هلته ګوري.
په دې لیدنه کې تمه ده دواړه لوري د امنیتي همکاریو، د ترهګرۍ ضد هڅو، اقتصادي اړیکو، او د افغان زدهکوونکو او ناروغانو لپاره د ویزو د اسانتیا موضوعات وڅېړي.
متقي به د شنبې په ورځ د دیوبند مدرسې ته لاړ شي، چې طالبانو ته د مذهبي او فکري الهام یو مهم مرکز ګڼل کېږي. د طالبانو ډېری مشران د همدې دیني مکتب له فکري دود څخه اغېزمن دي.
د همدې سفر په ترڅ کې، د یکشنبې په ورځ امیرخان متقي د اګرې ښار ته ځي او د «تاج محل» تاریخي ودانۍ څخه لیدنه کوي او وروسته د هند د سوداګرۍ د خونو په کوربهتوب له هندي سوداګرو سره ناسته لري.
د طالبانو پلاوی به د دوشنبې په ورځ د هند مېشتو افغانانو سره هم وګوري او د چهارشنبې په ورځ بېرته کابل ته ستنیږي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې شوې دي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصفتازه ویلي، “افغانستان ته زموږ حوصله ختمه شوې ده” — داسې څرګندونې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي فشارونو زیاتوالی ښيي.
یاد سفر تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله ځنډېدلی و، خو د هند د هڅو په پایله کې، د سپتمبر په ۳۰مه د امنیت شورا د امیرخان متقي لپاره د سفر معافیت منظور کړ.
Views: 13