د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د وسلهوالو په یوه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
رویټرز په یوه راپور کې د سرچینو له قوله لیکلي، وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په کورمه کې نن چهارشنبې د پاکستاني پوځیانو پر یوه کاروان برید کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په دغه برید کې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
په راپور کې ویل شوي چې رویټرز ته په لېږل شوي بیان کې پاکستاني طالبانو ویلي، د دوی «جنګیالیو» پر کاروان برید کړی دی.
سرچینې د پاکستان د پوځ په حواله لیکلي چې څو سرتېري یې په اورکزو سیمه کې د عملیاتو په جریان کې وژل شوي او ادعا کوي چې ۱۹ وسلهوال هم وژل شوي دي.
Views: 7