په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر د ریاستالوزراء له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ټولنه له راستنېدونکو کډوالو سره د سرپناه جوړولو او کارموندنې برخو کې مرسته کوي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر ویرونیکا بوسکوویچ سره ولیدل.
د خبرپاڼې له مخې، بوسکوویچ ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه په پام کې لري له راستنېدونکو کډوالو سره د سرپناه جوړولو او کار پیدا کولو برخو کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه چمتو ده چې په افغانستان کې د روږدو درملنې برخه کې هم مرسته وکړي.
ورته مهال، مولوي عبدالسلام حنفي هم په یاده لیدنه کې له کډوالو او زلزلهځپلو سره د اروپايي ټولنې د مرستو ستاینه کړې ده.
هغه دغهراز په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو موضوع، طبیعي پېښو او د کډوالو راستنېدونکو ته اشاره وکړه او له سیمهییزو او نړۍوالو هېوادونو یې وغوښتل چې د کډوالو د حقونو تامین برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
Views: 6