د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته نن (سه‌شنبه) په مسکو کې پیل شوه چې د افغانستان د امنیت، ثبات او له دغه هېواد سره د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې په‌کې وشوې.

ټاس اژانس راپور ورکړی چې په یاده ناسته کې د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبېکستان او قرغیزستان استازي حضور درلود.

د یادې ناستې ګډونوالو د افغانستان د ملي پخلاینې د اسانتیا لپاره پر بالقوه ګامونو او د کابل او د سیمې هېوادونو ترمنځ د دولتونو ترمنځ د اړیکو په ټولو برخو کې د تعامل پر پراختیا خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو د مشورتي غونډې اووم پړاو د پرانیستې وینا پر مهال ویلي دي چې لویدیځ باید له دښمنانه دریځ څخه لاس واخلي، د افغانستان د بیا رغونې مسؤلیت پر غاړه واخلي او هغه زیانونه جبران کړي چې د دې هېواد اقتصاد ته یې په تېرو لسیزو کې رسولي دي.

هغه وویل:«موږ یو ځل بیا له لویدیځو هېوادونو غواړو چې له دښمنانه سیاستونو څخه لاس واخلي، هغه شتمنۍ بېرته ورکړي چې ضبط شوې دي، د جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې مسؤلیت ومني او د تېرو لسیزو د اقتصادي او زیربنایي زیانونو تاوان پرې کړي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د لویدیځو هېوادونو دښمنانه تګلارې لا هم د افغانستان د وضعیت په ښه‌والي کې لوی خنډونه جوړوي.

هغه زیاته کړه:« دوی لا هم د افغانستان ملي شتمنۍ په بندیز کې نیولي او د افغانستان پر بانکي نظام یې بندیزونه او محدودیتونه نه دي لرې کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې  د  بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په لومړي ځل د رسمي غړي په توګه د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړ او د مسکو فارمټ ناسته کې ویلي، د سیاسي تعامل لار له افغانستان سره د اړیکو یواځینی انتخاب دی، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي اړیکې غواړي، د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نشته، له ناامنۍ د ځوریدونکو هیوادونو مسؤولین باید خپل مسؤلیت په خپله اوږه واخلي.

هغه ویلي، د مسکو په فارمټ تېره ناسته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴مه ترسره شوې وه له هغه وخت راهیسې په سیمه او نړۍ کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي خو له نېکه مرغه د افغانستان او سیمې اړیکې له پخوا لا ډېرې قوي او د لا ډېر استحکام په لور روانې شوې دي.

متقي ویلي، اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هیوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي چې د افغانستان حکومت ته د او تشویش وړ دي.
د ده په خبره، همدارنګه په افغانستان کي د مخدره موادو د کښت له بندیدو سره له افغانستان څخه دباندي په بیساري ډول د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی، د سیمې هیوادونه باید په مستقل ډول د یادو موضوعاتو څېړنې او بررسۍ پیل کړي.

متقي ویلي، دوی نه یوازې د سیمې له هېوادونو سره، بلکې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او خپلو ارزښتونو په پام کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه ویلي: «موږ غواړو له ټولو هیوادونو سره په مشترکاتو کار وکړو او د اختلافي مسائلو اړوند ډیالوګ او بحث رامنځ ته کړو. زمونږ په باور خبرې اترې، ناستې او مثبت تعامل د حل اساسي او د اعتماد سازۍ یواځینې لاره ده.»

 د بهرنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیر خان متقي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومې مشورتي ناستې په څنډه کې روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر، سرګي لاوروف سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړي.

دغه راز په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د چین، ایران، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو څلور اړخیزه ناسته کړې او د یوه باثبات، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ ترڅنګ یې ویلي چې دغه هېواد باید له بهرنۍ لاسوهنې پاک وي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان نن پر اېکس پاڼه لیکلي چې په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو څلور اړخیزه غونډه وشوه.

هغه لیکلي، په دې غونډه کې د پاکستان، چین، روسیې او ایران استازي شامل وو چې د سیمه‌ییزې سولې او امنیتي مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

محمدصادق خان زیاته کړې، د غونډې ګډونوالو په یو خوله د یوه باثبات، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان په ملاتړ پر خپله ژمنتیا بیا تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ او بهرنۍ مداخلې پاک هېواد وي.

Views: 1

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi