د راپورونه له مخې، د اتیوپي په شمال کې د یوې کلیسا د چت لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، یاده پېښه پرون (چهارشنبه) د اتیوپي د شمال په امهارا سیمه کې په «منجار شنک، ورا اررتی، ماریام) کلیسا کې شوې ده.
راپور کې راغلي چې یاده پېښه د کلني جشن لپاره د عبادتکوونکو د راټولېدنې پر مهال شوې ده.
د یادې پېښې یو عیني شاهد میکیاس مبراتو ویلي: «ټول د دعا لپاره راټول شوي وو چې ناڅاپه چوکاټ ونړېد او خلک له پاس منزله لاندې راوغورځېدل.»
ورته مهال، د ځايي روغتون ډاکټر سیوم التایه هم ویلي چې قربانیانو کې ماشومان او ډېر عمر لرونکي کسان شامل دي.
هغه زیاته کړه چې په یاده پېښه کې تر اوسه د ۲۵ کسان مړینه او د څه باندې سل کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي.
نوموړې څرګنده کړه چې یاد روغتون له سره صلیب څخه د ټپیانو د ساتنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
Views: 1