له ۴۸ ساعته بندیز وروسته په افغانستان کې د ټیلیفوني او مخابراتي اړیکو او انټرنېټي خدمتونو لړۍ بېرته فعاله شوه او یوې باوري سرچینې ویلي چې د ریاست الوزرا د ځانګړي امر له مخې شبکې له سره فعالې شوې دي.
تېرو دوو ورځو کې د انټرنېټ او ټیلیفوني شبکو پرې کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړل. افغان مسافرین، چې له بهره هېواد ته روان وو، اړ شول په درېیمو هېوادونو کې د هوټل لګښتونه پر غاړه واخلي او یا بېرته خپلو اصلي ځایونو ته وګرځي. همدارنګه هوايي شرکتونو، بانکونو، ګمرکونو، سوداګرو او انلاین کاروبارونو ته هم د پام وړ مالي زیانونه واوښتل.
د څار بنسټ NetBlocks د دوشنبې ماښام شاوخوا ۵:۳۰ بجې د انټرنېټ د «نه لاسرسي» راپور ورکړ او وروسته یې وویل چې په ټول هېواد کې انټرنېټ په بشپړ ډول بند شوی دی. دغه بندیز نږدې ۴۸ ساعته دوام وکړ.

د طالبانو حکومت د شبکو د بندېدو په اړه ډېر وضاحت ورنه کړ، خو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه دوه ورځنۍ پرچاوۍ «تخنیکي ستونزه» وبلله او د نوري فایبر د زړو زېربناوو د زوال له امله یې توجیه کړه. نوموړي وویل، اوس د زېربناوو د نوي کولو کار روان دی. مجاهد په یو بل بیان کې د انټرنېټ د بندېدو راپورونه «ګنګوسې» بللې او ټینګار یې کړی چې «هیڅ ډول قصدي بندیز نه دی لګول شوی.»
په داسې حال کې چې دغه بندښت څو اوونۍ وروسته له هغه پېښ شو چې د طالبانو چارواکو په ځینو ولایتونو کې د «غیر اخلاقي کړنو» د مخنیوي په موخه دنوري فایبر انټرنېټ پرې کول پیل کړي وو او د بلخ د ولایتي ادارې ویاند ویلي وو چې د انټرنېټ لاسرسی “د فحشا د مخنیوي لپاره” بند شوی دی.
د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ دغه بندیز پراخې پایلې لرلې؛ د ورځني کاروبار ترڅنګ یې د بیړنیو مرستو، روغتیایي خدمتونو، زدهکړو او بانکي فعالیتونو بهیر ګډوډ کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د سپتمبر پر ۳۰مه په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي و چې ژر تر ژره د انټرنېټ اړیکې بېرته فعاله کړي.
دغه اداره ویلي وه چې «پر انټرنېټ بندیز د معلوماتو ازاد بهیر محدودوي، په ځانګړي ډول د روغتیا، زدهکړو او بانکي خدمتونو ته لاسرسی، او تر ټولو ډېرې یې هغه ښځې او نجونې اغېزمنوي چې له وړاندې له عامه ژوند څخه څنډې ته شوې دي.»
یاده دې وي چې د افغانستان د نوري فایبر پروژه په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د ۶۰ میلیونو ډالرو پانګونې سره پیل شوې وه. د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې د دغې پروژې د پراخولو هڅې کړې دي چې هدف یې د ډیجیټل سوداګرۍ ودې، د ټیکنالوژۍ پانګونې جلب او د انلاین کارونو د فرصتونو زیاتوالی بلل شوی دی.
Views: 6