د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له لوري د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدل “زیانمنونکی او بېپروا ګام” بللی او ویلي یې دي چې دا کار د دې لپاره دی څو نړۍ د افغانستان د روانو سرغړونو له حاله ناخبره پاتې شي.
د سازمان د جنوبي آسیا سیمهییزې رییسې سمرتي سینګ ویلي: «افغانستان له څو اړخیزو بشري ناورینونو سره مخ دی او د خلکو نژدې نیمایي برخه زیانمنه شوې ده. د طالبانو لهخوا د انټرنېټ بندېدل پر بشري مرستو، روغتیایي خدمتونو او نورو اړینو اړتیاوو ژور اغېز لري.»
هغې زیاته کړه چې د معلوماتو ازاد بهیر د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره اساسي دی، خو طالبان د کلک کنټرول له لارې هڅه کوي نړۍ د روانو سرغړونو له وضعیت څخه بېخبره وساتي.
سینګ ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو لپاره، چې له منځني ښوونځي پورته له زده کړو محرومې دي، انټرنېټ د زدهکړې یوازینۍ لاره ده، او د دې بندیز دوام هېڅ توجیه نه لري. هغې وویل: «د انټرنېټ بشپړ بندېدل د نړیوالو بشري معیارونو ښکاره سرغړونه ده، طالبان باید ژر تر ژره د اړیکو عادي جریان بېرته راولي.»
طالبانو د ۲۰۲۵ د سپتمبر پر ۲۹مه د ټول افغانستان په کچه انټرنېټي خدمات د «اخلاقي سرغړونو د مخنیوي» تر پلمې لاندې بند کړل. له دې پرېکړې سره د موبایل او فایبر دواړه خدمتونه تر بلې خبرتیا پورې ودرول شول.
د څار بنسټ نېټبلاکس ویلي، د سپتمبر پر ۲۹مه د انټرنېټ عادي فعالیت په افغانستان کې تر ۱ سلنې هم ټیټ شوی و.
انټرنېټ ته لاسرسی په افغانستان کې د ورځني ژوند لپاره حیاتي ګڼل کېږي، ځکه نه یوازې سوداګریزې او رسمي چارې ورباندې ولاړې دي، بلکې د نجونو لپاره د انلاین زدهکړو پروګرامونه هم ورسره تړلي دي، هغه نجونې چې له لومړني ښوونځي وروسته د زدهکړې حق نه لري.
Views: 7