په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د سې شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې په ټول هېواد کې انټرنېټيٍ او مخابراتي خدمتونه ژر تر ژره بېرته فعال کړي او خبرداری یې ورکړ چې دا بندیز هېواد له نړۍ څخه بېلوي او له وړاندې روان بشري ناورین لا ژوروي.
د ملګرو ملتونو سرچینې ویلي چې په افغانستان کې د انټرنېټ او موبایل شبکو د پراخ بندېدو وروسته، د دې سازمان فعالیتونه سخت اغېزمن شوي او کارکوونکي اړ شوي چې خپلې چارې د راډیويي اړیکو او محدودو سپوږمکۍ لینګکونو له لارې پر مخ یوسي.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې په ټول هېواد کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې ژر تر ژره بېرته فعالې کړي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ بندیز نه یوازې بانکونه فلج کړي، بلکې کاروبارونه یې درولي او د زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی یې هم سخت محدود کړی دی.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا بندیز چې د سپتمبر پر ۱۶مه د هېواد په ځینو برخو کې پیل او د سپتمبر پر ۲۹مه ټول هېواد ته وغځېد، «سمدستي او پراخې پایلې» لري. په دغو پایلو کې د بانکدارۍ او مالي نظام ګډوډېدل، د هوايي چلند، روغتیايي خدمتونو او هغه پيسو بندېدل شامل دي چې ډېری افغان کورنۍ پرې تکیه لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بندیز د بیان ازادي محدودوي، د ښځو او نجونو د لا زیاتې انزوا سبب کېږي او د نړۍ له بدترینو بشري ناورینونو څخه د یوه د لا خرابېدو خطر زیاتوي.
« یوناما زیاته کړې، د مخابراتي سیستمونو شتون د پېښو پر مهال خورا مهم دی»، او یادونه یې کړې چې دغه بندیزونه په داسې وخت کې لګول شوي چې افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزلو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د پراخو ستنېدو له امله ځورېږي. «د انټرنېټ بندیزونو ښودلې چې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کېږي.»
سرچینو ویلي چې ملګري ملتونه او ډېری بهرني سفارتونه، چې د بیک اپ سیستمونه لري، اوس د سپوږمکۍ له لارې اړیکې نیسي، خو د بانډوېت کچه ډېره محدوده ده. د ملګرو ملتونو کارکوونکي اوس د راډیويي اړیکو کارولو ته اړ شوي دي.
د سرچینو په وینا، د دوشنبې په ورځ د ماسپښین له ۵ بجو ټول انټرنېټي خدمتونه پرې شوي دي. د موبایل شبکې ـ لکه GSM، 3G او 4G ـ هم پرې شوې دي. د اتصالات ځینو کاروونکو لنډ مهال محدود انټرنېټ درلود، او د روشن ځینو کاروونکو د متناوبو خدمتونو راپور ورکړی دی.
همداراز ځینو هڅه پیل کړې چې د سټارلینک له لارې انترنیټي خدمتونه ترلاسه کړي. د سټارلینک د عامېدو په صورت کې به د انترنیټ د کاروونکو فیس د افغاني شرکتونو په ځای په مستقیم ډول د ایلن مسک سټارلینک کمپنۍ ته په لاس ورځي.
Views: 5