د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو پایلوبه نن د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي؛ دا لومړی ځل دی چې دغه دواړه هېوادونه د اسیا جام په ۴۱کلن تاریخ کې په پایلوبه کې سره مخ کېږي.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزې سیالۍ د روانې سمپټمبر میاشتې له نهمې نېټې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلو په کې برخه درلوده.
په دغو سیالیو کې افغانستان، هند، پاکستان، بنګلهدېش، سریلانکا، متحده عربي اماراتو، هانګکانګ او د عمان لوبډلو برخه اخیستې وه.
اسیا جام سیالیو کې د هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو دویم پړاو ته لار پیدا کړه خو افغانستان، هانګکانګ، متحده عربي امارات او عمان له مخکې تګ څخه پاتې شول.
همدارنګه د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې هند او پاکستان پایلوبې ته لار پیدا کړه او ټاکل شوې چې نن به د دوی ترمنځ پایلوبه د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیل شي.
د کریکانفو د معلوماتو له مخې، د ۱۹۸۴ کال راهیسې د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان پایلوبه کې لوبېږي.
د یادونې ده، تر اوسه پورې اسیا جام هند اته ځلي، سریلانکا شپږ او پاکستان دوه ځلي ګټلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې یو افغان لوبڅار احمدشاه پکتین به د اسیا جام پایلوبه کې لوبڅاري وکړي.
Views: 5