د امریکا ولسمشر ویلي، د منځني ختیځ له هېوادونو سره د غزې په اړه خبرې اترې جدي روانې دي چې د حماس غورځنګ او اسرائیل ترې خبر دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشل» کې ویلي چې خبرې به تر هغه وخته چې اړتیا وي، دوام وکړي.
هغه زیاته کړې: «تر څلورو ورځو قوي مذاکرات روان وو، څو چې یوې بریالۍ هوکړې ته رسېږو، دوام به ولري. د سیمې ټول هېوادونه په دې پروسه کې بوخت دي.»
هغه دغهراز ویلي: «حماس له دغو خبرو بشپړ خبر دی او اسرائیل هم په ټوله معنا ترې خبر شوی دی.»
ټرمپ د خبرو د ځای او وخت په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي خو دغه پروسه یې «الهامبښونکې او رغنده» بللې ده.
د یادونې ده، له دې مخکې د امریکا د منځني ختیځ استازي سټیف ویټکاف ویلي وو چې ټرمپ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یو شمېر اسلامي هېوادونو مشرانو ته ۲۱مادهییزه طرحه وړاندې کړې ده.
Views: 3