د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د معلولینو کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د سیالیو ترسره کولو په موخه نن دغه هېواد ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ویلچر معلولینو کرکټ ملي لوبډله نن د سپټمبر ۲۷مه د یو لړ سیالیو ترسره کولو په موخه پاکستان هېواد ته روانه شوه.
سرچینې ویلي چې د ویلچر معلولینو افغان لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د معلولینو لوبډلې پر وړاندې څلور شلاوریزې لوبې ترسره کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لوبې د سپټمبر په ۲۹مه پیلېږي او د اکټوبر تر دریېمې به دوام ولري.
Views: 6