د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هېواد لوی درستیز په واشنګټن کې د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي دي.
د پاکستان لومړي وزیر نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی. هغه د خپل سفر په ترڅ کې د نړۍوالو بنسټونو او د اسلامي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار په سپینه ماڼې کې په خپل کاري دفتر کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د اردو لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر کوربه و.
راپور کې راغلي چې دا د ټرمپ او شهباز شریف تر منځ لومړی دوهاړخیزه رسمي لیدنه ده.
که څه هم د دې لیدنې بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي خو سرچینې لیکلي چې دواړو لورو په یاده لیدنه کې پر ګډو موضوعاتو او دغهراز د سیمې او نړۍ د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر بېرته نیویارک ته ستون شي او هلته د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې وینا وکړي.
Views: 2