ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې څنډه کې د غزه د جګړې پای ته رسولو په اړه د یو شمېر اسلامي هېوادونو له مشرانو سره وګوري.
اکسیوس خبري اژانس د دوو عربي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دې ناستې ته د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر، اردن او ترکیې مشران بلل شوي دي.
د راپور له مخې، تمه ده عرب مشران له ټرمپه وغواړي چې پر نتانیاهو فشار راوړي څو په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او د لوېدیځې غاړې د ځینو سیمو له یوځای کولو ډډه وکړي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې ټرمپ په به په دې ورځ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، بحرین او کويټ په ګډون د فارس خلیج د څو هېوادونو له مشرانو سره ځانګړې لیدنې ولري.
په راپور کې راغلي، د دې ناسته یوه مهمه موضوع به په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیل د برید په اړه د فارس خلیج د هېوادونو اندېښنه وي او عربي چارواکي وايي چې د فارس خلیج هېوادونه غواړي څو د دغه ډول بریدونو د نه تکرار په تړاو د ټرمپ له دولته ضمانت واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د الجزیرې د راپور له مخې، د فرانسې په ګډون د شپږو هېوادونو مشرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع (UNGA) له کلنۍ ناستې مخکې په لوړه کچه یوه غونډه کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژاند.
د فرانسې ترڅنګ اندورا، بلجیم، لوکزامبورګ، مالت او موناکو هېوادونو هم د فلسطین د رسمیت پېژندلو اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې برېتانیا، کاناډا او اسټرالیا هېوادونو هم فلسطین په رسمیت پېژندلی و.
Views: 5