د سعودي عربستان شاهي دربار اعلان کړی چې د دغه هېواد د عالمانو شورا مشر او لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد ال الشیخ مړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، شیخ عبدالعزیز ال الشیخ نن (سهشنبه) له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، د سعودي عربستان ستر مفتي د لویو عالمانو د شورا، د علمي څېړنو او فتوا عمومي ریاست او د اسلامي نړۍ د اتحادیې د عالي شورا د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د سعودي د لوی مفتي د جنازې لمونځ به نن د مازدیګر له لمانځه وروسته په ریاض کې د امام ترکي بن عبدالله جومات کې ادا شي.
د معلوماتو له مخې، عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ د ۱۹۴۳ کال د نومبر په ۳۰مه د سعودي عربستان په مکه ښار کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زېږیدلی و، د شیخ کورنۍ د سعودي عربستان یوه له خورا نفوذ لرونکو او اغېزناکو مذهبي کورنیو ده.
Views: 3