د افغانستان د مویتای وتلي ورزشکار قهرمان شاهین د ټایلنډ سیالیو کې یوه ماتې وخوړه او یوه بریا یی ترلاسه کړه.
قهرمان شاهین تېره شپه د ټایلنډ په یوه سازمان کې له خپلو ټایلنډي او مراکشي سیالانو سره په ۶۱ کیلوګرام وزن کې مبازره وکړه.
هغه په خپله لومړۍ لوبه کې د مراکشي سیال پر وړاندې بریا خپله کړه او د ټایلنډي سیال پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.
شاهین د تېر کال په سلواغه میاشت کې هم خپل چیني سیال ته په ناکاوټ سره ماتې ورکړې وه.
نوموړي له دې مخکې د مویتای ۱۲ لوبې کړې چې یوازې په یوه کې ماته خوړلې او ۱۱ نورې یې کټلې دي.
Views: 1