د راپورونو له مخې، د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې سبا (یکشنبه) به فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
رویټرز د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به خپله یاده پرېکړه سبا عملي کړي.
یاد وزارت زیاته کړې چې پرتګال به فلسطین په رسمیت وپېژني، لکه څنګه چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پایولو رانګل مخکې اعلان کړی و. د فلطسین د په رسمیت پېژندو رسمي اعلان به سبا (یکشنبه، د سپټمبر ۲۱مه) خپور شي.
له دې مخکې د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر پايولو رانګل ویلي وو چې دغه هېواد د فلسطین د رسمیت پېژندنې د موضوع د څېړنې په حال کې دی.
فلسطین هېواد د ۱۴۷ هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی؛ په ۲۰۲۴ کال کې متحده ایالتونو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب ویټو کړ. له ۲۰۲۴کال راهیسې د ایرلینډ، ناروې، اسپانیا، ارمنستان او فلسطین په ګډون ۱۰ هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.
Views: 7