د بلوچستان په چمن کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د موټرو په یوه اډه کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه وو چې چاودنه پر افغان کډوالو شوې خو اوس په چمن او سپین بولدک کې ځینې ځايي سرچینې وايي چې دغه چاودنه پر کډوالو نه، بلکې پر «لغړیانو» شوې ده.
د دوی په وینا، دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې چمن کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د «حاجي باول» په نوم د موټرو په یوه اډه کې شوې ده.
د چمن یوه اوسېدونکي خیرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه چاودنه کې «لغړیانو» (سیمهییز کاروباریانو) ته مرګژوبله اوښتې.
دغهراز د کندهار سپینبولدک اوسېدونکی عبدالغفار چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه اوسېږي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې ځينو هغو کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې ده ورسره پېژندل.
هغه زیاته کړه: «په دې پېښې کې وژل شوي او ټپی کسان ټول لغړیان دي، دوه درې خو زه پېژنم، ما نن هلته له لغړیانو سره حال ونیوه، کډوالو ته تاوان نه دی رسېدلی.»
ده وویل چې دغه چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې په وژل شوو او ټپیانو کې ډېری یې د چمن اوسېدونکي دي.
تراوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او پاکستانې چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حاجي باول په نوم اډه د چمن – سپینبولدک تر منځ دروازې ته څېرمه موقعیت لري چې عموماً لغړیان پکې هغه توکي او سامانونه چې غواړي تر ډیورنډ فرضي کرښې یې دې غاړي راواړوي، چمتو او برابروي.
Views: 1