پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري.
د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون نن د سرچینو له قوله په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د سپټمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې به د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم ګډون ولري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د سعودي عربستان او قطر په مشوره، ملاتړ او تایید سره ترسره کېږي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به د پاکستان او هند پر وضعیت هم خبرې پهکې وشي.
Views: 6