د راپورونو له مخې، کانګو کې د دوو مسافروړونکو کښتیو چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۹۳ کسان مړه او لسګونه نور نادرک شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې یادې پېښې د تېره اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو کې له یو بل څخه په شاوخوا ۱۵۰ کیلومتري واټن کې شوې دي.
په راپور کې راغلي، یوې کښتۍ چې ۵۰۰ کسان پهکې سپاره وو، د پنجشنبې په ماښام په لوکوللا اړوند سیمه کې اور واخیست او ډوبه شوه چې له امله یې ۱۰۷ کسان مړه او ۲۰۹ نور ژغورل شوي، خو ۱۴۶ کسان اوس هم نادرکه دي.
سرچینې لیکلي، له یادې پېښې یوه ورځ مخکې په باسانکوسو مربوطاتو کې هم یوه کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې ۸۶ کسان مړه شوي چې ډېری یې زدهکوونکي وو.
سرچینه زیاتوي چې د یادو پېښو کره لامل تر اوسه څرګند نه دی، خو دولتي رسنیو د یوې کښتۍ چپه کېدو لامل ناسمه بارګیري او د شپې مهال حرکت بللي دی.
Views: 7