ټاکل شوې د قطر لومړی وزیر پر دغه هېواد د اسرائیلو د برید او په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د خبرو اترو د وضعیت په اړه نن له امریکايي چارواکو سره وګوري.
د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده د قطر لومړی وزیر به د جمعې په ورځ پر دغه هېواد د اسرائیل د برید او په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د خبرو اترو د وضعیت په تړاو له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني به په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو تېره سهشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مرکچي پلاوي برید وکړ؛ د قطر حکومت دغه اقدام «د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض» وباله او په کلکه یې وغانده.
دغه برید په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه وغندل شو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پرون د قطر پر پلازمېنه دوحه دغه برید غندلی دی.
Views: 3