د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی، د هغو کورنیو د ژوند ژغورنې ملاتړ زیاتوالي لپاره بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله بېکوره شوي دي.
د رویټرز په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، د هغو کورنیو لپاره د ژوند ژغورنې ملاتړ زیاتوالي لپاره بېړنۍ بوجې ته اړتیا ده چې د افغانستان په ختیځ کې له زورورو زلزلو وروسته په ازاده فضا کې ویده کېږي او بېکوره شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو له ګډې بشري غوښتنې سره سم ۱۳۴ زره کسانو ته د بېړنۍ سرپناه او روغتیایي خدماتو چمتو کولو لپاره د ۱۶.۸ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیال اوګوچي دانلیز «Ugochi Daniels» ویلي: «کورنیو هر څه له لاسه ورکړي او اوس په ازاده فضا کې ویده کېږي، له مناسبې سرپناه، خوړو یا پاکو اوبو پرته.»
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې له سملاسي ملاتړ پرته، د ژمي په رانږدې کېدو ښايي وضعیت نور هم خراب شي؛ ځکه ښځې او ماشومان د ناخوندي شرایطو، د خصوصي حریم نشتوالي او لومړنیو اړتیاوو ته د محدود لاسرسي له امله د خوندیتوب له ځانګړو خطرونو سره مخ دي.
د یادونې ده، د تېرې اونۍ د دوشنبې په شپه زلزلې کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر او نورستان ولایتونه ولړزول چې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې، په کونړ کې د مړو شمېر ۲۲۰۵ کسانو او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته رسېدلی دی.
Views: 8