پر قطر د اسرائیلو برید په براخه کچه غندل شوی، د ملګرو ملتونو امنیت شوار په دې اړه بېړنۍ ناسته کوي او د امریکا ولسمشر پر دغه برید خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې قطر د امريکا پياوړی ملګری دی.
د راپورونو له مخې، اسراییلو تېره ورځ مازدیګر مهال په دوحه کې د حماس پر مذاکراتي ټیم برید وکړ. حماس ویلي چې په دغه برید کې د هغوی د مذاکراتي ټیم کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.
بيبيسي لیکلي چې په دغه برید کې د حماس د مذاکراتي ډلې د مشر خلیل الحیه زوی، د هغه د دفتر مشر او د حماس د مشرانو درېیو ملګرو ژوند له لاسه ورکړی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر قطر د اسرائیلو د برید په اړه بیړنۍ غونډه کوي.د راپور له مخې، ټاکل شوې چې دا غونډه په ځایي وخت چهارشنبې له غرمې وروسته په درېیو بجو جوړیږي.
د راپورونو له مخې، د اسراییلو یاد برید افغانستان، برتانیا، سعودي عربستان، ترکیې، اردن، عمان، فلسطین، کویټ، جاپان، متحده عربي اماراتو، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو غندلی دی.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دوحه د اسرائيلو د بريد په ځواب کې ويلي، قطر د امريکا يو ډېر پياوړی متحد او ملګری دی او د دې پېښې له امله یې خواشیني ښودلې ده.
هغه زیاته کړه چې له بريدونو يو ساعت وروسته یې د قطر له امير او د دغه هېواد له لومړي وزير سره خبرې کړې او ورته ویلي یې دي چې د قطر پر خاوره به بیا داسې څه هېڅکله ونه شي.
Views: 9