په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي چې ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړۍوالې ټولنې د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله له شاوخوا «نیم میلیون» زیانمنو سره د مرستې لپاره په بېړنۍ توګه د ۱۳۹.۶ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.
سرچینې لیکلي، ملګري ملتونه او شریکان یې له اغیزمنو کسانو سره حیاتي مرستې کوي خو لا زیاتو بېړنيو مرستو ته اړتیا ده.
د یوناما د معلوماتو له مخې، ۱۳۹،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده څو زلزلهځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ګړندی شي.
دا په داسې حال کې ده چې یوناما د سپټمبر په درېیمه ویلي وو چې د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره تر دې مهاله ۵ میلیونه ډالر ځانګړې شوي دي.
د یادونې ده، تېره اونۍ د دوشنبې په شپه په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې مرګونې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې، په کونړ کې ۲۲۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.
Views: 7