د ماشومانو ژغورنې سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د افغانستان په ختیځو زلزلهځپلو سیمو کې له پنځو کلونو کمعمره شاوخوا ۳۷ زره ماشومان او لس زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وي او د روغتیايي مرکزونو زیانمنېدو دا وضعیت لا خراب کړی دی.
تېره اونۍ د دوشنبې په شپه په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر او نورستان کې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه یې کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې، کونړ کې د مړو شمېر ۲۲۰۵ ته او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، ننګرهار کې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵۵ نور ټپیان شوي او په لغمان کې هم ۸۰ کسان ټپیان شوي دي. په دې زلزله کې د ۶۷۸۲ کورونو د نړېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې ویلي، اټکل کېږي چې په ختیځو زلزلهځپلو سیمو کې له پنځو کلونو کمعمر نږدې ۳۷ زره ماشومان او لس زره امیندوارې او شیدې ورکونکې مېندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وي.
سرچینه زیاتوي، اوسمهال زلزلهځپلو سیمو کې له ۹۱ زرو څخه ډېر کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د روغتیايي مرکزونو یجاړېدل په زلزلهځپلو سیمو کې وضعیت خورا خراب کړی؛ ځکه د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د ختیځو ولایتونو په زلزلهځپلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۶ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او یو یې په بشپړ ډول نړېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې، روان میلادي کال کې د مرستو د کمښت له امله نږدې ۸۰ ګرځنده روغتیايي ټیمونه او نږدې ۹ سلنه روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې د دغو مرکزونو تړل کېدو شاوخوا ۵۶۴ زره کسان اغیزمن کړي دي.
دغهراز، د ماشومانو ژغورنې سازمان ټینګار کړی چې په ټول افغانستان کې د بودجې کموالي له امله شاوخوا ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه یا تړل شوي او یا یې فعالیتونه ځنډول شوي چې له امله یې درې میلیون کسان ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بېبرخې شوي دي.
سمیرا سعید رحمن چې افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې سازمان له مدیرانو څخه ده ویلي: «دا مهال افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي یو ملي بېړنی وضعیت دی. زلزله دا ناورین نور هم ژوروي او د بودجې کمښت د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره د خوړو او روغتیايي خدمتونو د کمښت په معنا دی.»
راپور کې راغلي، دغه زلزله چې تر اوسه یې د ۷۵۰ ماشومان په ګډون د شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ژوند اخیستی، په داسې حال کې شوې چې افغانستان د ماشومانو د عمومي خوارځواکۍ له یوه پراخ ناورین سره لاس او ګرېوان دی. نږدې پنځه میلیون ماشومان؛ یعنې د افغانستان شاوخوا ۲۰ سلنه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي او اټکل کېږي چې یوازې روان کال کې به ۳.۵ میلیونه ماشومان د ځوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شي.
Views: 9