د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، ایران، اردن، کویټ، متحده عربي امارتو او عمان پر قطر د اسرائیلو برید غندلی دی.
نن مازدیګر مهال د قطر پلازمېنه دوحه کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي د حماس لوړ پوړي مشران یې په نښه کړي دي. اسرائیل د برید د ځای په اړه څه نه دي ویلي.
د قطر د بهرنيو چارو د وزارت ویاند، ډاکټر ماجد الانصاري هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې وایي چې برید پر یوه استوګنځي شوی هلته چې د حماس د سیاسي دفتر یو شمېر غړي د قطر پلازمینې، دوحې کې استوګن دي.
بيبيسي لیکلي چې په دوحه کې د حماس د مشرانو د اوسېدو پر ځای اسرائیلي برید کې د مړو شویو شمېر پنځه تنه اعلان شوی، چې د حماس د مذاکراتي ډلې د مشر خلیل الهنیه زوی او د هغه د دفتر مشر هم په کې شامل دي. نور درې تنه نور د حماس د مشرانو ملګري وو.
د اسرائیلو برید ته غبرګونونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، قطر په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د بندیان شویو کسانو د خوشي کېدو په برخه کې خورا مثبت رول لوبولی دی.
هغه ویلي : «زه د قطر د حاکمیت او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې سرغړونه په کلکه غندم.»
اردن په سختو ټکو کې د اسرائیلو برید غندلی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دا برید “یو خطرناک او نه منل کېدونکی پاروونکیکړکیچ” بللی دی.
کویټ د برید سخته غندنه کړې، او د قطر د غبرګون او اقداماتو بشپړملاتړ یې اعلان کړی.
د متحده عربي اماراتو مرستیال صدراعظم عبدالله بن زاید هم دا برید په کلکه غندلی.
د عمان سلطان، د بهرنیو چارو وزارت له لارې په یوه اعلامیه کې دا برید د قطر له حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم وايي چې پر دوحه د اسرائیلو برید له نړیوالو قوانینو یوه ښکاره سرغړونه اویو داسې کړکیچ دی چې د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.
پر ایکس (پخوانی ټویټر) کې د عباس په استازیتوب خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هغه د دې کړکیچ د سم لاسي بندېدوغوښتونکی دی، او خبرداری ورکوي چې د دې دوام به نه یوازې په سیمه، بلکې په ټولې نړۍ اغېزې ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي قطر کې د حماس پر مشرنانو د اسرائیل برید خطرناک او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
بقایي ویلي: دغه اقدام له ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو څرګنده سرغړونه ده، د قطر ملي حاکمیت او سرحدي بشپړتیا نقض او دفلسطیني مذاکراتو کوونکو پر وړاندې برید دی.»
هغه زیاته کړه: «موږ د پېښو دقیقې څېړنې په حال کې یو، خو په هر حال د نړیوالو حقوقو له نظره، له ټولو نړیوالو حقوقي قوانینو سرغړونه شوې ده.»
طالبانو هم په قطر کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر په نښه کول غندلي او غوښتنه یې کړې چې هرڅه ژر باید داسرائیلو د روانو ظلمونو مخه ونیول شي.
Views: 10