بغلان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د خوست او جلګې ولسوالیو ترمنځ پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه نن (چهارشنبه) سهار د دغه ولایت د خوست او جلګې ولسوالیو ترمنځ ّر لاره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، یو فلاینکوچ موټر چې له فرنګ ولسوالۍ پلخمري ښار ته روان و، د چلوونکي د بېاحتیاطي او تخنیکي ستونزو له امله د جلګې او خوست ولسوالیو ترمنځ د «پلفي» کوتل په شمالي برخه کې چپه شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د دوو ښځو او ۷ نارینهوو په ګډون ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ۴ ماشومانو او ۳ نارینهوو په ګډون ۷ نور کسان ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ ویلي چې پولیسو د امبولانس په وسیله د مړو جسدونه او ټپیان د نهرین ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.
Views: 1